ads

خليلزاد له پاكستاني چارواكو سره پر افغان سولې وغږېد

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد له كابل وروسته اسلام اباد ته تللى دى.
نوموړي نن د پاكستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي او د هغه له مرستيالې تهمينې جنجوعه سره په جلا توګه ليدلي او ورسره يې په افغانستان كې د سولې او پخلاينې د هڅو پر پرمختګ خبرې كړې دي.

نویسنده: mayar
16 وری 1398

قريشي په دې ليدنه كې بين الافغاني مذاكرات د سولې بهير مهمه برخه بللې او په دغه بهير كې يې د اسلام اباد د همكارۍ پر دوام ټينګار كړى دى.
خليلزاد د سيمې او نړۍ څو هېوادونو ته د خپل شپږم سفر په ترڅ كې د تېرې دوشنبې په ورځ كابل ته راغى او د ملي يووالي حكومت پر مشرانو سربېره يې د دې حكومت له يو شمېر چارواكو، ځينو سياسيونو، جهادي رهبرانو، ښځو او د ټولنې له نورو اقشارو سره وكتل.
بل پلو خليلزاد پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، تېره ورځ يې د ويډيو كنفرانس له لارې د باميان، پروان او جوزجان ولايتونو له يو شمېر ځوانانو سره خبرې وكړې او له طالبانو سره د سولې د روانو مذاكراتو په تړاو يې د هغوى پوښتنې ځواب كړې او معلومات يې وركړل.
ټاكل شوې دى د خپل سفر په دوام له بروكسل، كابل او اسلام اباد وروسته ازبكستان، اردن او قطر هېوادونو ته هم لاړ شي او د دغو هېوادونو له چارواكو او د طالبانو له استازو سره وګوري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA