د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي ته په هند كې د دوهم ځل لپاره د لوبې بدلوونکي لوبغاړي جايزه وركړل شوه.
محمد نبي، چې د هند د كركټ د غوره ليګ په ۲۰ اوريزو لوبو کې د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې په ګټه لوبېږي، تېره شپه يې دوه مهمې وېكټې واخيستې او ۱۷ ناسوځېدلې چټكې منډې يې وكړې.
د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې لوبه له ډيلي كپيټلز لوبډلې سره وه.
د ډيلي لوبډلې د محمد نبي، بل افغان لوبغاړي راشد خان او ځينو نورو بالرانو د ښې توپ اچونې له كبله د حيدراباد لوبډلې ته ۱۳۰ منډې ټيټ هدف وټاكه، خو د حيدراباد لوبډلې په ۱۸ اعشاريه درې اورونو كې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو وركړل شوى هدف پوره كړ او لوبه يې د پنځو وېكټو په توپير وګټله.
د تېرې يكشنبې ورځې په لوبه كې هم محمد نبي د لوبې بدلوونكي لوبغاړي جايزه ګټلې وه.
سږ کال د هند د کرکټ د غوره ليګ په لوبو كې راشد خان او محمد نبي د سنرايزرز حيدراباد لوبډلې په ګټه لوبېږي او مجيب الرحمن د کينګز الېون پنجاب لوبډلې لپاره لوبې کوي.


