د روسیې په سن پټرزبورګ ښار کې په یوه پوځي اکاډمۍ کې د وروستۍ چاودنې په اړه څېړنې کېږي.
دا چاودنه پرون وشوه او څلور تنه پکې ووژل شول.
په روسیه کې د تحقیقاتو ځانګړې کمېټې ويلي چې چاودنه کومې خطرناکې ډلې کړې او هدفیې د دوو یا ډېرو کسانو قتل و.
د روسيې دولتي خبري اژانس، انټرفاکس د چارواکو په حواله ویلي چې پهدې پېښه کې ښايي کوم محصل یا د اکاډمۍ ښوونکی لاس لري.


