د پښتو ژبې وتلي سندرغاړي ډاکټر صادق فطرت “ناشناس” ویلي، د پښتو ژبې ادبیات او تاریخ د ده د تخصص برخه نه ده او د احمد شاه بابا او پټې خزانې په اړه کافي مالومات نه لري.
تېره اونۍ په لندن کې په یوه غونډه کې د احمدشاه بابا او پټې خزانې په اړه د ناشناس ځینو څرګندونو پر خواله رسنیو تود بحث را پاورلی.
ناشناس له بي بي سي سره په مرکه کې منلې چې خپلو څرګندونو ته یې کوم اکاډمیک سند نه درلود او زیاته یې کړه چې له تاریخ او ادبیاتو سره یې له پیله ډېره جوړه نه وه.
ناشناس د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي وو، د ده په فکر پټه خزانه علمي او تاريخي اعتبار نه لري. له دې سره سم د ناشناس په اړه د لیکوال صبور سیاسنګ کتاب هم د یو شمېر کسانو توند غبرګونونه را پارولي دي.
په دې کتاب کې د ناشناس له قوله د افغانستان، پښتو او د پښتنو د تاريخ د ځينو اړخونو په اړه پوښتنې راپورته شوې او نیوکې شوې دي.
ناشناس وايي، د ده څرګندونې یوازې د ده شخصي نظر دی، نه کوم اکادمیک تحلیل
د ناشناس په خبره، ځینې کسان په غونډو کې قصداً له ده څخه د داسې موضوعاتو په اړه پوښتنې کوي. دی یې په اړه کافي مالومات او مطالعه نلري.


