ads

سټولټنبرګ: د سولې پروسه کې دې ۱۷ کلنې لاسته راوړنې خوندي شي

د ناټو عمومي منشي د امریکا کانګریس ته په وینا کې ټېنګار وکړ چې په افغانستان کې دې هغه لاسته راوړنې وساتل شي چې په تېرو ۱۷کالونو کې تر لاسه شوې دي.

نویسنده: mayar
15 وری 1398
سټولټنبرګ: د سولې پروسه کې دې ۱۷ کلنې لاسته راوړنې خوندي شي

د ناټو عمومي منشي د امریکا کانګریس ته په وینا کې ټېنګار وکړ چې په افغانستان کې دې هغه لاسته راوړنې وساتل شي چې په تېرو ۱۷کالونو کې تر لاسه شوې دي.
هغه وویل که دغه لاسته راوړنې ونه ساتل شي، سوله به هم تل پاتې نه وي.
سټولټنبرګ ويلي د طالبانو د حکومت له منځه تللو وروسته افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې ډیرې بریاوې درلودې او د طالبانو سره د سولې په هر ډول خبرو کې باید دا بریاوې خوندي شي.
هغه زیاته کړه” ناټو اوس هم په افغانستان کې شته خو دا پدې معنی نه ده چې دوی به ټول عمر هلته وي.
د ناټو عمومي منشي همدرانګه وویل چې په افغانستان کې د افغان سولې ملاتړ کوي
نوموړي همدغه راز د ناټو غړو هېوادونو ته ډاډ ورکړ چې بیا به په افغانستان کې داعش ځای پیدا نه کړي.
هغه وویل، ناټو د خپلو ایتلافیانو او ملګرو سره ګډ کار کوي چې سیمه يیز ځواکونه وروزي او ظرفیتونه لوړ کړي چې د افراطیت او ترهګرۍ مخه ونیول شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA