ads

ايراني سرتېرو ۲۵ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله واړوله

راپورونه وایي، چې دایران انقلابي ځواک سپاه پاسداران پر افغان کډوالو ډزې کړې او ۲۵ کسانو ته یې مرګ ژوبله اولې ده.

نویسنده: mayar
15 وری 1398
ايراني سرتېرو ۲۵ افغان کډوالو ته مرګ ژوبله واړوله

راپورونه وایي، چې دایران انقلابي ځواک سپاه پاسداران پر افغان کډوالو ډزې کړې او ۲۵ کسانو ته یې مرګ ژوبله اولې ده.
د راپورونو له مخې، دا پيښه د ایران د سراوان ولایت د جالق او کلګان په سیمو کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاته کړې، د سپاه پاسداران ځواکونو پر دغو افغان کډوالو چې تازه له افغانستان د مزدورۍ لپاره ایران ته تللي وو، ډزې کړې دي او ۲۵ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا دایراني حکومت مخالفو رسنیو هم ددې پيښې په اړه معلومات او انځورونه خپاره کړي دي. د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA