په بلخ ولايت کې د کليد راډيو خبريالې مرسل حکيمي قاضي زاده له اوږدې ناروغۍ وروسته تېره شپه د اجل داعيې ته لبيک ووايه او له دې نړۍ يې سترګې پټې کړې.
هغه د دوو کلونو لپاره په مزارشريف کې د خپرونو د چلوونکې او خبريالې په توګه له کليد راډیو سره کار وکړ.
له ۱۳۹۶ لمريز کال راوروسته له يوې سختې ناروغۍ کړېده.
ډاکټرانو د هغه د ناروغۍ سبب د ملا په تير کې د تومور موجوديت بللی و.
که څه هم نوموړې د خيريه بنسټونو په مرسته د دوو مياشتو لپاره ترکيې ته هم ولېږل شوه، خو ډاکټران يې په درملنه کې پاتې راغلل.


