په هلمند کې له دوه کلن ځنډ وروسته سږ کال يو ځل بيا د کوکنارو د اړولو کمپاين پيل شوی. هلمند په نړيواله کچه د کوکنارو د کښت پېژندل شوی ځای دی.
د دې ولايت د پولیسو وياند زمان همدرد وايي، له دوو ورځو راهيسې دغه کمپاين پيل شوی او تر دې مهاله په ۹۹ جريبه کرنيزه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.
په هلمند کې دا کمپاين داسې مهال پيل شوی چې اوس په دغه ولايت کې د کوکنارو د نېش وهلو وخت دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


