د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د داعش ډلې یو مهم قومندان له خپلو ۴ ملګرو سره د هوایي برید پر مهال وژل شوی دی.
د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوګیاڼي کلید ته وویل، د داعش ډلې وژل شوی قومندان مولوي سلیمان نومېږي او په عبدالخیلو سیمه کې تیره شپه د بې پیلوټه الوتکې په هوایي برید کې له خپلو ۴ ملګرو سره یو ځای ووژل شو.
خوګیاڼی وایي په دې برید کې ولسي خلکو ته زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر دې مهاله په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


