تمه ده، چې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران نن او سبا په واشنګټن کې د نورو مسايلو ترڅنګ د افغانستان د سولې لپاره د امريکا پر هلو ځلو هم خبرې وکړي.
د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه نن او سبا په واشنګټن کې جوړېږي.
له روسيې سره د ناټو اړيکې، د تروريزم په ضد په مبارزه کې د ناټو رول او د دغه تړون بوديجوي مسايل د يادې دوه ورځنۍ غونډې مهمې اجنډاوې دي.
د ناټو عمومي منشي ينس سټولټنبرګ وايي، په دې ترڅ کې به د افغانستان د سولې پر روانو هلو ځلو هم خبرې وشي.
د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دا غونډه د ناټو تړون د جوړېدو د ۷۰يمې کليزې په مناسبت جوړېږي.


