ads

خليلزاد: د دوحې په راتلونکو ناستو کې بايد ټول افغانان ګډون وکړي

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، تمه لري چې د دوحې په راتلونکو ناستو کې د حکومت او طالبانو په ګډون ټول افغانان ګډون وکړي او د دې هېواد د راتلونکې په تړاو يوه ګډه پرېکړه وکړي.

نویسنده: mayar
14 وری 1398

نوموړي پرون کندهار ته د خپل سفر پر مهال له رسنيو سره دا خبرې کړې دي.
خلیلزاد زیاته کړې، په دې خبرو کې باید د ښځو او ځوانانو په ګډون د افغان ټولنې د هرې برخې استازي ګډون ولري.
زلمی خلیلزاد وایي، د سولې د روانو خبرو په لومړیو پنځو پړاوونو کې هغه مسایل مطرح شوي چې په طالبانو او د امریکا په حکومت پورې يې اړه لرله، خو له دې هاخوا پر نورو مسایلو هر ډول بحث کې باید افغان حکومت موجود وي.
د خلیلزاد په وینا، تر ټولو مهمه دا ده چې د سولې لپاره پر یوه پلان کار وشي. د دې پلان له مخې باید لومړی ښکېلې غاړې یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او اوربند اعلان شي.
خليلزاد پرون کندهار ته د خپل سفر پر مهال د دې ولايت له قومي مخورو، د مدني ټولنې او ولايتي شورا له غړو او ښځينه فعالينو سره وليدل او د سولې په تړاو يې د دوی مشورې ترلاسه کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA