ads

امنيتي ځواكونو د ارغنجخواه ولسوالۍ بېرته ونيوله

د ملي دفاع وزارت په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتونه د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ د پاكولو خبر وركوي.

نویسنده: mayar
13 وری 1398
امنيتي ځواكونو د ارغنجخواه ولسوالۍ بېرته ونيوله

د ملي دفاع وزارت په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له شتونه د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ د پاكولو خبر وركوي.
د دې وزارت وياند قيس منګل وايي، په دغې ولسوالۍ كې تصفيوي عمليات نن سهار پاى ته ورسېدل او د ارغنجخواه مركز او ټول كلي د امنيتي ځواكونو تر كنټرول لاندې راغلل.
د هغه په وينا، د عملياتو په مهال د طالبانو د جبهې د قوماندان او د يادې ولسوالۍ لپاره د دوى د نظامي برخې د مسوول قاري حليم په ګډون ۱۴ طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند كړى.
د تېرې شنبې په شپه د بدخشان پر ارغنجخواه ولسوالۍ د طالبانو له بريد وروسته امنيتي سرتېري د دغې ولسوالۍ له مركزه په شا شول.
ځايي چارواكو ويلي و، چې دا كار د ملكي مرګ ژوبلې د مخنيوي په هدف ترسره شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA