ads

په لغمان کې د ماين چاودنې څلور تنه ووژل

په لغمان کې د ماين چاودنې د درېيو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژلي دي.

نویسنده: mayar
13 وری 1398
په لغمان کې د ماين چاودنې څلور تنه ووژل

په لغمان کې د ماين چاودنې د درېيو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژلي دي.
د دې ولايت د والي وياند اسدالله دولتزي کليد ته وويل، دا چاودنه تېره ورځ ناوخته په الينګار ولسوالۍ کې د شېر رحمان په نوم د يوه وسله وال طالب په کور کې شوې ده.
د نوموړي په خبره، دغه وسله وال طالب غوښتل په خپل کور کې ماين جوړ کړي، چې د جوړيدو په مهال پرې خپل ماين چاودنه كړې ده.
د يادولو ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د دولت لسګونه وسله وال مخالفين د خپلو ماينونو په چاودنو كې وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA