د ارزګان امنيتي چارواکي وايي، د دغه ولايت او کندهار تر منځ په لويه لار د بې پيلوټه الوتکې په هوايي بريد کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.
د دغه ولايت د ګيزاب ولسوالۍ امنيه قوماندان لالی وايي، دغه بريد د دې لويې لارې په اوږدو کې د سرخاب په سيمه کې په يوه هوټل ترسره شوی، ۹ مسافر پکې وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي.
له بل لوري د وژل شوو کسانو د کورنۍ غړي وايي، وژل شوي ملکي وګړي و چې غوښتل يې ايران ته د مسافرۍ لپاره لاړ شي، خو د تل لپاره له دې نړۍ مسافر کړل شول.
دوی د دې بريد د عاملانو د محاکمه کېدو غوښتنه کوي.
خو د اروزګان د څلورمې پلې لېوا د اووم کنډک قومندان زمری وايي، په دې بريد کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
له بل لوري په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قل اردو ويلي، په ارزګان او کندهار ولايتونو کې يې ګڼ شمېر وسله وال طالبان وژلي دي.
د دې قول اردو مرستيال وياند احمد صادق عیسی وايي، د افغان ځواکونو له لوري په ترسره شوو هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو کې ۲۸ وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د عيسی په خبره، د ارزګان په مرکز ترينکوټ اړوند مهراباد او صدمرده سيمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو د عملياتو پرمهال ۱۳ وسله وال وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
خو په دې څرګندونو کې په ځانګړي ډول ياد بريد ته اشاره نه ده شوې.
اخوا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


