ads

خليلزاد له جمهور رئيس غني سره ليدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد كابل ته د خپل سفر په مهال له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره ليدلي او دواړه لوري د سولې د روانو هڅو په تړاو غږېدلي دي.

نویسنده: mayar
13 وری 1398
خليلزاد له جمهور رئيس غني سره ليدلي

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد كابل ته د خپل سفر په مهال له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره ليدلي او دواړه لوري د سولې د روانو هڅو په تړاو غږېدلي دي.
د ارګ لخوا تېره شپه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د دواړو خواوو ترمنځ بحثونه به دوام ولري او د دې بحثونو د پرمختګ جزيات به د افغانستان له خلکو سره شريک شي.
بل پلو خليلزاد په خپلو تازه څرګندونو كې ويلي، پر افغانانو د يوې مفكورې تحميلول ناكامه تجربه ده او هېڅكله يې ګټورې پايلې نه دي لرلي.
ده زياته كړې، د سولې مذاكراتو ته تيارى او د افغانستان د جمهوري رياست ټاكنو ته چمتووالى بايد په موازي توګه مخته لاړ شي، خو دې ته ترجېح وركوي، چې د ټاكنو له کېدو وړاندې سيالې ډلې يوې هوكړې ته سره ورسېږي.
د يادونې وړ ده، چې خليلزاد كابل ته د خپل سفر په مهال له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله، د جمهور رئيس د دفتر له رئيس عبدالسلام رحيمي، د سولې عالي شورا د دارالانشاء له رئيس او د سولې د اجماع لپاره په سيمه ييزو چارو كې د جمهور رئيس له ځانګړي استازي محمد عمر داودزي او ځينو سياسي او جهادي څېرو سره هم كتلي او ټاكل شوې په راتلونكو څو ورځو كې په قطر كې د طالبانو له استازو سره شپږم پړاو خبرې وكړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA