ads

تېره ميلادي مياشت په هېواد كې ۴۸۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، په تېره مارچ مياشت كې د هېواد په ۱۸ ولايتونو کې د بېلابېلو پېښو له كبله ۴۸۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: mayar
13 وری 1398
تېره ميلادي مياشت په هېواد كې ۴۸۴ ملكي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډله وايي، په تېره مارچ مياشت كې د هېواد په ۱۸ ولايتونو کې د بېلابېلو پېښو له كبله ۴۸۴ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دې ډلې كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويلي، تېره ميلادي مياشت ۱۸۴ ملكي افغانان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپيان شوي، چې ۵۴ يې ماشومان او ۲۷ يې مېرمنې دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تېرې فبروري مياشتې په پرتله په مارچ مياشت کې په هېواد كې ملکي مرګ ژوبله نېږدې درې برابره لوړه شوې ده.
سرچينه وايي، د روان ميلادي كال په فبروري مياشت كې ۱۶۵ ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ډلې د ملګرو ملتونو پر سازمان، د افغانستان د بشري حقونو پر خپلواك كمېسيون، مدني ټولنو او خلكو غږ كړى، چې د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي لپاره خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.
يادې ډلې له افغان او نړيوالو ځواکونو او د دولت له وسله والو مخالفينو په کلکه غوښتي، چې د جګړې په مهال د ملکي وګړو خونديتوب ته پوره پاملرنه وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA