امنيتي ځواكونو د كركټ لوبې ۱۲ كلن لوبغاړى احمد قريشي د تښتوونكو له منګولو ازاد كړى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، د کورنيو چارو وزارت ځانګړو ځواکونو تېره شپه شاوخوا اووه بجې او ۳۰ دقيقې د دې ولايت د بهسودو ولسوالۍ په دامان سيمه کې عمليات ترسره کړي، چې په مهال يې قريشي د تښتوونکو له منګولو خوشې كړى او خپلې کورنۍ ته يې روغ رمټ سپارلى دى.
خوږياڼي زياته كړه، امنيتي سرتېرو د قريشي د تښتونې په تړاو څوک نه دي نيولي، خو ټينګار کوي، چې د پېښې عاملين به ونيول شي.
۱۲ کلن کرکټر احمد قريشي، چې په وړوکي راشد خان مشهور دى، د كورنۍ په وينا يې، تېره اونۍ د ننګرهار له سپين غر کرکټ اکاډمۍ نه خپل کور ته پر لاره و، چې لادرکه شو.
د قريشي تښتوونكو د هغه د خوشې كولو په بدل كې ۳۰۰ زره امريكايي ډالر غوښتي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


