د باميان په شيبر ولسوالۍ كې له ۱۰۰ د زياتو لوبغاړو په ګډون د سيمه ييزو لوبو لومړنۍ جشنواره جوړه شوه.
د شيبر ولسوال عظيم فريد كليد ته وويل، د دې جشنوارې هدف د رېسمان كشۍ، پهلوانۍ، تيږې اچولو، منډې وهلو او داسې نورو سيمه ييزو لوبو بيا را ژوندي كول او د قومونو ترمنځ يووالى دى.
نوموړى وايي، د ولسوالۍ اداره د خلكو په همكارۍ غواړي سيمه ييزې لوبې او دودونه بېرته را ژوندي كړي.
بايد وويل شي، چې په هېواد كې ډېرى سيمه ييزې لوبې د وخت په تېرېدو سره له ياده ايستل شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ