ads

د اوکراين د جمهوري رياست په ټاکنو کې زېلېنسکي مخکښ دی

د اوکراين د جمهوري رياست په ټاکنو کې، چې د يكشنبې په ورځ ترسره شوې، كومېډين ولودومير زېلېنسکي تر ټولو وړاندې دی.
د ۲۵ فيصده رايو تر شمېرلو وروسته زېلېنسکي ۳۰، اوسني جمهور رئيس پيټرو پوروشينکو ۱۶ او پخوانۍ لومړۍ وزيرې يوليا تيمو شينکو ۱۳ په سلو کې رايې ترلاسه کړې دي.

نویسنده: mayar
12 وری 1398

د اوكراين د ټاکنو کمېسيون وايي، په پرونيو ټاكنو كې يې کومه د پام سرغړونه نه ده ثبت کړې، خو د دغه هېواد د کورنيو چارو وزارت بيا ويلي، ۲۱۰۰ سرغړونې يې ثبت کړې دي.
د لومړي ځل لپاره د اوکراين په ټاکنو کې روسي څارونکو ته د څار اجازه ورنه کړل شوه.
د روسيې په خبره، دې اقدام د اوکراين د ټاکنو مشروعيت په ټوليز ډول تر پوښتنې لاندې راوستی دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA