په هلمند كې د ګډو امنيتي ځواكونو د عملياتو په ترڅ كې د ځانمرګو بريدونو اووه پلانوونكي وژل شوي دي.
د كورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، ځانګړو پوليسو يې تېره شپه د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ كې ګډ هدفمند عمليات ترسره كړل، چې په كې يو تروريستي مركز، چې هلته به ترهګريز بريدونه پلانېدل، له منځه يووړل شو.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې د ځانمرګو بريدونو اووه پلانوونكي ووژل شول او يو موټربم هم له منځه يووړل شو.
په خبرپاڼه كې راغلي، امنيتي ځواكونو د عملياتو په مهال يو عراده موټر له يوه اندازه مهماتو، چاودېدونكو توكو او پوځي وسايلو سره ترلاسه كړى دى.
د كورنيو چارو وزارت وايي، په دې عملياتو كې امنيتي سرتېرو او د سيمې خلكو ته زيان نه دى اوښتى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


