ads

په هرات كې ښځو ته ۷۸ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې

د هرات روغتيايي مسوولين وايي، د عامې روغتيا وزارت د دغه ولايت د ښځو د روغتيايي ستونزو د حل لپاره ۷۸ ميليونه افغانۍ ځانګړې كړې دي.

نویسنده: mayar
12 وری 1398
په هرات كې ښځو ته ۷۸ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوې

د هرات روغتيايي مسوولين وايي، د عامې روغتيا وزارت د دغه ولايت د ښځو د روغتيايي ستونزو د حل لپاره ۷۸ ميليونه افغانۍ ځانګړې كړې دي.
د هرات د عامې روغتيا رياست مرستيال اصف كبير كليد ته وويل، د يادو پيسو د وېش لړۍ د تېرې كب مياشتې له ۲۴مې نېټې پيل شوې او درې مياشتې به دوام ولري.
د ده په وينا، د هرات په مركز او ولسواليو كې د ۴۰ روغتيايي مركزونو له لارې هرې ښځې ته ۵۰۰ افغانۍ وركول كېږي.
د هرات د چارواكو په خبره، هرې ښځې ته ۵۰۰ افغانۍ د كابينې د پرېكړې پر بنسټ وركول كېږي، خو معلومه نه ده، چې دا پيسې كومې ادارې د عامې روغتيا وزارت ته سپارلې دي.
بلخوا د هرات د ولايتي شورا ځينې غړي او مدني فعالان د دغو پيسو پر وېش په نيوكې سره هغه يو ډول ټاكنيز كمپاين بولي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA