د كورنيو چارو وزارت په كابل ښار كې د موټرونو د غلا او لار نيولو په تور د درېيو تنو د نيولو خبر وركوي.
دې وزارت تېره شپه ناوخته په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د كابل امنيه قوماندانۍ د ۱۷مې امنيتي حوزې پوليسو يو غل د يو عراده تېز رفتاره موټر د غلا كولو په مهال ونيوه.
د سرچينې په وينا، د كابل ښار د اتمې امنيتي حوزې پوليسو په چمن حضوري سيمه كې د موبايلونو دوه غلا كوونكي وپېژندل او بالفعل يې ونيول.
دا په داسې حال كې ده، چې د پايتخت اوسېدونكي په كابل ښار كې د وسله والو غلاوو، وژنو او لار نيولو د زياتېدو په اړه اندېښنه څرګندوي او له امنيتي ارګانونو غواړي، چې د دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره جدي اقدامات ترسره كړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


