ads

په بادغېس کې ۱۷۰ شنې خونې جوړېږي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کليوالي پراختيا پروژې پر بنسټ په بادغيس کې ۱۷۰ شنې خونې جوړېږي.
دې وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، هره شنه خونه به ۶۰ متره مساحت او ۷۲ زره افغانۍ لګښت ولري.

نویسنده: mayar
12 وری 1398
په بادغېس کې ۱۷۰ شنې خونې جوړېږي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کليوالي پراختيا پروژې پر بنسټ په بادغيس کې ۱۷۰ شنې خونې جوړېږي.
دې وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، هره شنه خونه به ۶۰ متره مساحت او ۷۲ زره افغانۍ لګښت ولري.
په خبرپاڼه كې راغلي، د دغو شنو خونو هدف، چې د بادغيس په قادس، بالامرغاب، جوند او غورماچ ولسواليو کې جوړېږي، د تازه سبزۍ توليد او په لويه کچه د خوړو خونديتوب او په ميندو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ مخنيوى دى.
سرچينه وايي، يادې شنې خونې کورنيو ته دا زمينه هم برابروي، چې د خپلو حاصلاتو د پلور له لارې ښه عوايد ترلاسه کړي.
د يادونې وړ ده، چې په شنو خونو کې د ژمي په موسم کې رومي بانجان، بادرنګ، تور بانجان او نورې سبزۍ کرل او بازار ته عرضه کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA