ads

لاوروف: د امريکا په ډيپلوماسۍ کې له ګواښونو پرته بل څه نشته

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د خپل امريكايي سيال مايک پمپيو دا څرګندونې، چې ګواکې ناټو د روسيې په وړاندې نوي تدابير اختياروي، نا ارامه کوونکې بللې دي.

نویسنده: mayar
12 وری 1398
لاوروف: د امريکا په ډيپلوماسۍ کې له ګواښونو پرته بل څه نشته

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف د خپل امريكايي سيال مايک پمپيو دا څرګندونې، چې ګواکې ناټو د روسيې په وړاندې نوي تدابير اختياروي، نا ارامه کوونکې بللې دي.
لاوروف په خپله وروستۍ مرکه کې ويلي، د امريکا په ډيپلوماسۍ کې له ګواښونو او بنديزونو پرته بل څه نشته او دا نا ارامه کوونکي دي.
د هغه په وينا، په ډيپلوماسۍ کې ستونزې له ډيپلوماټيکو لارو حلېږي.
پمپيو څو ورځې وړاندې ويلي و، امريکا هيله لري، چې د ناټو له نورو غړو هېوادونو سره ډېر ژر د روسيې په وړاندې د کريميا او آزوف سيند د قضيو له کبله نوي تدابير ونيسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA