ads

زلمی خليلزاد کابل ته راغی

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره د سيمې او نړۍ څو هېوادونو ته د خپل شپږم سفر په اړه د معلوماتو شريكولو په هدف كابل ته راغلى دى.

نویسنده: mayar
12 وری 1398
زلمی خليلزاد کابل ته راغی

د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد د ملي يووالي حكومت له مشرانو سره د سيمې او نړۍ څو هېوادونو ته د خپل شپږم سفر په اړه د معلوماتو شريكولو په هدف كابل ته راغلى دى.
ټاكل شوې نوموړى افغانستان ته د خپل سفر په مهال له افغان چارواكو سره وګوري او وروسته بيا په قطر كې د طالبانو له استازو سره خبرې وكړي.
خليلزاد د سيمې او نړۍ يو شمېر هېوادونو ته خپل شپږم سفر تېره اونۍ له بلجيمه پيل كړ او د امريكا د بهرنيو چارو وزارت په خبره، دى به پر بروكسل او كابل سربېره پاكستان، ازبكستان، اردن او قطر ته هم لاړ شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA