ads

د ښځو چارو وزارت اتصالات ته ستاينليک ورکړ

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ښځو د پياوړي کولو په برخه کې د اتصالات مخابراتي شرکت د فعاليتونو له کبله د دې شرکت مشرتابه ته ستاينليک ورکړ.

نویسنده: mayar
12 وری 1398
د ښځو چارو وزارت اتصالات ته ستاينليک ورکړ

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د ښځو د پياوړي کولو په برخه کې د اتصالات مخابراتي شرکت د فعاليتونو له کبله د دې شرکت مشرتابه ته ستاينليک ورکړ.
د ستاينليک د ورکړې مراسم د اتصالات افغانستان په مرکزي دفتر کې برابر شوي و او د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري د ښځو د پياوړي کولو په برخه کې د اتصالات مخابراتي شرکت فعاليتونه وستايل او د دې شرکت اجرايوي رئيس ته يې ستاينليک ورکړ.
که څه هم افغانستان تر دې مهاله د درېيمې درجې هېوادونو له ډلې دی خو په تېرو ۱۹ کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او پياوړي کېدو په برخه کې د پام وړ کارونه شوي دي.

 

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA