د اوکراين د جمهوري رياست په ټاکنو کې زېلېنسکي مخکښ دی

د اوکراين د جمهوري رياست په ټاکنو کې، چې د يكشنبې په ورځ ترسره شوې، كومېډين ولودومير زېلېنسکي تر ټولو وړاندې دی.
د ۲۵ فيصده رايو تر شمېرلو وروسته زېلېنسکي ۳۰، اوسني جمهور رئيس پيټرو پوروشينکو ۱۶ او پخوانۍ لومړۍ وزيرې يوليا تيمو شينکو ۱۳ په سلو کې رايې ترلاسه کړې دي.