ټاکل شوې د الجزاير جمهور رئيس عبدالعزيز بوتفليقه سبا له خپلې دندې استعفا وکړي.
د دې هېواد يوې ټلويزيوني شبکې ويلي، بوتفليقه به د اساسي قانون د ۱۰۲يمې مادې پر بنسټ خپله دنده پرېږدي.
د الجزاير د اساسي قانون د ۱۰۲يمې مادې له مخې، د اساسي قانون شورا کولای شي جمهور رئيس بې واکه کړي، نو پر دې بنسټ بوتفليقه بايد له خپلې دندې لاس په سر شي.
د الجزاير پخوانى لوی درستيز او اوسنى د دفاع وزارت مرستيال احمد قايد صالح د اساسي قانون له شورا غوښتي، چې د اساسي قانون له مخې د بوتفليقه د واكمنۍ د دوام څرنګوالى وڅېړي.
په الجزاير کې وروسته له هغې لاريونونه پيل شول، چې بوتفليقه د دغه هېواد د جمهوري رياست په راتلونكو ټاكنو كې د كانديد په توګه د ګډون لپاره نومليکنه وکړه.


