د ملي امنيت شورا دفتر په يوه خبرپاڼه كې ويلي، د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب تېره ورځ له غرمې وروسته د ازبکستان د ملي امنيت له سلاکار ويکټور محمودوف سره وليدل.
سرچينه وايي، په دې کتنه کې دواړو خواوو له نشه يي توکو او افراطيت سره پر ګډې مبارزې، سرحدي همکاريو او د افغانستان د امنيتي بنسټونو په چوکاټ کې پر روغتيايي همکاريو خبرې وكړې.
سرچينه زياتوي، د دواړو هېوادونو د ملي امنيت سلاکاران په بېلابېلو برخو كې پر ګډو همكاريو په ځانګړې په توګه د سيمه ييز او نړيوال تروريزم په ضد پر ګډې مبارزې هم وغږېدل.
د ازبكستان حكومت وايي، كه طالبان له افغان حكومت سره مخامخ خبرو ته غاړه كېږدي، چمتو دى په سمرقند كې د دې خبرو كوربه توب وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


