ads

په ۷ ولايتونو کې نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري

کلید ګروپ دا ځل د هېواد په ۷ ولایتونو کې د ښوونځيو د ودانیو د کمښت په اړه څېړنې کړې دي او دا یې په کې موندلي چې په هرات، بلخ، اروزګان، هلمند، کندهار، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د «۳۹۷۳» فعالو ښوونځیو له ډلې «۱۹۹۱» یا تر نیمایي زیات یې ودانۍ نه لري.

نویسنده: mayar
11 وری 1398
په ۷ ولايتونو کې نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري

کلید ګروپ دا ځل د هېواد په ۷ ولایتونو کې د ښوونځيو د ودانیو د کمښت په اړه څېړنې کړې دي او دا یې په کې موندلي چې په هرات، بلخ، اروزګان، هلمند، کندهار، ننګرهار او خوست ولایتونو کې د «۳۹۷۳» فعالو ښوونځیو له ډلې «۱۹۹۱» یا تر نیمایي زیات یې ودانۍ نه لري.
دغه موندنې ښیي چې په اروزګان، کندهار او هلمند کې ۲۴۶ ښوونځي د امنیتي ستونزو او ښوونکو د کمښت له کبله تړلي دي.
د موندنو له مخې په دغه ولایتونو کې د پوهنې ریاستونو له لوري «۴۴۷» داسې ودانۍ د ښوونځیو لپاره په کرایه نیول شوې دي چې د پوهنې وزارت په معیارونو برابرې نه دي او د ښوونځیو مسوولین د مجبوریت په اساس په دغه ښوونځیو کې زده‌کوونکو ته زده‌کړې ورکوي.

هرات
د کلید د موندنو له مخې په هرات ولایت کې نیمایي ښوونځي ودانۍ نه لري او هغه چې ودانۍ لري له دوه تر درې وخته پکې زده‌کوونکو ته زده‌کړې ورکول کېږي.
د دغه ولایت د پوهنې د رییس روح الله ازهد په خبره په یاد ولایت کې تر زر زیات ښوونځي فعال دي: «دلته ټول ۱۰۳۸ ښوونځي فعال دي چې د دغه ښوونځيو نیمایي یې ودانۍ نه لري او هغه ښوونځي چې ودانۍ نه لري، زده‌کوونکي یې اړ دي چې تر خېمو لاندې او یا هم د ونو تر سیوري لاندې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.»
د نوموړي په خبره، تر راتلونکو دوو کلونو به په دغه ولایت کې د ښوونځيو د ودانیو د ستونزې د هواري لپاره ۲۳۴ ښوونځیو لپاره د اقرا پروژې په چوکاټ کې ودانۍ جوړې شي: «موږ د ۳۸۹ ښوونځیو د جوړېدو وړاندیز مرکز ته استولی وو، خو د سهميې له مخې له ډلې ۲۳۴ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي او دغه پروژه عملاً د کرخ ولسوالۍ څخه راپیل شوې ده چې څه وخت وړاندې یې د لومړي ښوونځي د رغونې ډبره کېښودل شوه.»
ازهد وایي، د سل ښوونځیو لپاره ځمکې شتون نه درلود چې هغه ستونزه هم هواره شوې ده او ټولو ښوونځیو لپاره ځمکه شتون لري چې په تدریجي ډول به ورته ودانۍ جوړې شي: «د ښوونځيو لپاره د ودانیو د نشت له کبله مو په یو شمېر سیمو کې کرایې ځایونه هم د زده‌کوونکو لپاره نیولي دي.»
د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې له ۵۰ تر ۶۰ ودانۍ په کرایه نیول شوې دي چې د دغه پروژې په تکمیل سره به له یادو کرایي ودانیو هم بې غمه شي: «هغه پېسې چې اوس په کرایه لګول کېږي، دا به د ښوونځیو په بیا رغونه ولګول شي.»

بلخ
کلید ګروپ په بلخ ولایت کې د ښوونځیو د ودانیو، کتابونو او ښوونکو په کمښت څېړنې کړې دي او دا یې په کې موندلي چې په دغه ولایت کې هم له څه باندې ۶۵۴ ښوونځيو ۳۰۰ یې ودانۍ نه لري.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ په ۱۳۹۸ لمریز کال کې به په دغه ولایت کې نږدې ۷۰ نوي ښوونځي ورغول شي.
د بلخ د پوهنې رییس علي الله امیري وایي، په دغه ولایت کې د یو شمېر عواملو له مخې ۳۰۰ ښوونځي ودانۍ نه لري: «د یو شمېر ښوونځیو لپاره ځمکه نه وه یا هم په هغه سیمو کې چې د ښوونځيو د جوړولو لپاره غوره شوې وې هلته د پوهنې وزارت نقشې په سمه توګه نه شوای تطبیق کېدلای. دا سبب شوی و چې زیات شمېر ښوونځي په تېرو څو کلونو کې بې تعمیره پاتې شي.»
د نوموړي په خبره، اوس د دغه ښوونځيو د ځمکو ستونزه له یو شمېر نورو دولتي ادارو سره په همغږۍ حل شوې ده: «په ۹۸ لمریز کال کې به د دغه ولایت په مختلفو برخو کې ۶۸ نوي ښوونځي د جمهور رییس له لوري د ژمنه شوو ۶ زره ښوونځيو په چوکاټ کې ورغول شي.»
امیري وایي، په دغه ولایت کې ۱۱۲ نور ښوونځي هم په روان کال کې رغول کېږي: «دا هغه ښوونځي دي چې له وړاندې رغول شوي دي یا یې صنفونه کم دي چې نوي ورته رغول کېږي او یا هم نورې رغنیزې چارې په کې ترسره کېږي.»
د موندنو له مخې د دغه ولایت د هغه ښوونځيو لپاره چې ودانۍ نه لري، د ۱۸۶ ښوونځيو لپاره د پوهنې ریاست له لوري کرایي ودانۍ نیول شوې دي او یادې ودانۍ د پوهنې وزارت په هغه معیاورونو هم نه دي برابرې چې هلته باید زده‌کوونکو ته زده‌کړې ورکړل شي.
د بلخ د پوهنې رییس علي الله امیري وایي: «موږ دا منو هغه ودانۍ چې د ښوونځیو لپاره په کرایه نیول شوې دي. د پوهنې وزارت د غوښتنو سره برابرې نه دي، خو د مجبوریت له مخې مو دا کار ترسره کړی دی.»
د نوموړي په خبره، هغه ښوونځي چې نه ودانۍ لري او نه ورته کرایي ودانۍ نیول شوې دي زده‌کوونکي یې تر خېمو لاندې زده‌کړې کوي: «موږ په مرکز کې د ښوونځیو د کمښت له کبله د پوهنې وزارت د معیار خلاف په ښوونځيو کې زده کوونکو ته درې وخته تدریس کېږي.»
د امیري په وینا له دوی سره ژمنه شوې ده چې په بلخ کې د ښوونځیو د جوړښت د پوهنې وزارت په لومړيتوبونو کې قرار لري او په تدریجي ډول به په دغه ولایت کې د ښوونځيو د کمښت ستونزه هواره شي.

اروزګان
د کلید د موندنو له مخې په ارزګان ولایت کې دا محال ۷۲ ښوونځي د ښوونکو د کمښت او امنیتي ستونزو له کبله تړلي او ۴۹ نور یې ودانۍ نه لري.
د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ټول ۲۳۲ ښوونځي موجود دي چې له دغه ډلې ۱۱۱ یې ودانۍ لري او پاتې نور یې ودانۍ نه لري چې زده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندې او یا هم خېمو کې زده‌کړې کوي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین هم یادې ستونزې مني او له پوهنې وزارته یې د حل غوښتنه کوي.
د ارزګان د پوهنې ریاست مشر میرزامحمد سالارزی وایي:«۷۲ ښوونځي د مختلفو ستونزو له کبله تړلي او ۴۹ نور یې ودانۍ نه لري.»
د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې د ښوونکو تر څنګ د زده‌کوونکو لپاره کتابونه هم نشته: «موږ دا ستونزه څو ځله په مرکز کې له مسوولینو سره شریکه کړې ده. هیله ده چې ژر تر ژره به هواره شي.»
سالارزی زیاتوي، په یو شمېر سیمو کې د ښوونکو د کمښت له کبله د دوی ښوونځي تړلي پاتې دي: «د دغه ستونزې د هواري لپاره مو له پوهنې وزارت سره خبره کړې ده او دوی ژمنه کړې چې په دې اړه به ډېر ژر ګام پورته کړي او د هغه ښوونځیو په اړه چې د امنیتي ستونزو له کبله تړلي دي، د قومي مشرانو په همکارۍ مو د خلاصولو هڅې پیل کړې دي هیله ده چې یوې نتیجې ته به ورسېږو.»
په ورته وخت کې په دغه ولایت کې ښوونکي او زده‌کوونکي هم د ښوونځیو د ودانیو له کمښت سر ټکوي او له مسوولینو غواړي څو دغه ستونزې ته رسېدنه وکړي.

هلمند
د کلید د موندنو له مخې په هلمند ولایت کې ۲۷۴ ښوونځي ودانۍ نه لري او ۷۶ ښوونځي او مدرسې د امنیتي ستونزو له کبله تړلې دي.
د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ټول ۴۲۱ ښوونځي شتون لري چې کابو د سلو ښوونځیو ودانۍ به یې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې نوې جوړې او یا هم بیا ورغول شي.
د دغه ولایت د پوهنې رييس محمد داوودشاه صفاري هم مني چې په دغه ولایت کې تر نیمایي زیات ښوونځي ودانۍ نه لري: «۲۷۴ ښوونځي مو ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي مجبور دي چې په مسجدونو، کرایي کورونو او خېمو کې زده‌کړې وکړي.»
د نوموړي په خبره، دوی په تېرو کلونو کې ۹۶ کورونه د ښوونځیو لپاره په کرایه نیولي وو چې تر دې وروسته به دغه ښوونځيو ته خېمې ورکړل شي او د کرایې پیسې به یې د ښوونځیو په رغونه کې مصرف کړي: «هر کال موږ ۴۲ لکه افغانۍ د ښوونځيو کرایو مصرفولې، له دې وروسته به دا پیسې د ښوونځیو په رغونه مصرف کړو.»

ننګرهار
د کلید موندنې ښیي چې په ننګرهار ولایت کې تر نیمایي زیات ښوونځي ودانۍ نه لري او هغه ښوونځي چې ودانۍ هم لري، د ټولګیو شمېر یې کم دی او مسوولین مجبور دي چې د پوهنې وزارت د غوښتنو خلاف په یوه ورځ کې درې وخته د زده‌کوونکو لپاره تدریس وکړي.
د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې ټول ۹۰۳ ښوونځي فعال دي چې له دغه ډلې ۴۶۴ یې ودانۍ نه لري.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست د رسنیو د برخې مسوول محمد اصف شینواری وایي، دوی د دغه ستونزې د هواري لپاره د پوهنې له وزارت سره خبرې کړې دي او ډاډ ورکړل شوی چې دغه ستونزې ته به رسېدنه کېږي: «په روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې به د ننګرهار ولایت په مختلفو سیمو کې ۲۱۲ ښوونځي و رغول شي.»
د نوموړي په خبره، په دغه ولایت کې هغه ښوونځي چې ودانۍ هم لري، ټولګي په کې کم دي: «د ټولګیو د کمښت له کبله مجبور یو، چې درې وخته شاګردانو ته تدریس وکړو.»
شینواری وایي، هغه ښوونځي چې هېڅ ودانۍ نه لري، دوی یې یو شمېر ښوونځيو ته د همکارو موسسو په مرسته خېمې رسولې دي: «یو شمېر ښوونځيو ته چې ودانۍ نه لري خیمې ورکړل شوې دي، خو پاتې یې د ونو سیوري او یا هم تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.»
نوموړی زیاتوي، له دوی سره ژمنه شوې ده چې په روان کال کې به د جمهور رییس له لوري ۶ زره ښوونځيو په چوکاټ کې په دغه ولایت کې هم ۲۱۲ ښوونځي ورغول شي.
شینواری وایي، په دغه ولایت کې یې ډېر کم شمېر ښوونځي په کرایه نیولي: «که څه هم د پوهنې وزارت د غوښتنو مطابق ځایونه نه شته چې د ښوونځيو لپاره په کرایه ونیول شي خو موږ بیا هم هڅه کړې ده چې کم مناسب ځایونه د هغه ښوونځیو لپاره په کرایه ونیسو چې ودانۍ نه لري او یا هم له نا امنه سیمو یې خلک اړوندو سیمو ته را کډه شوي دي.»
نوموړی د پوهنې له وزارت او همکارو ادارو غواړي څو په دغه ولایت کې د پوهنې سکټور ته خپله پاملرنه زیاته کړي.

خوست
د کلید د موندنو له مخې په خوست ولایت کې ۱۹۹ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي یې په مسجدونو، کرایي ودانیو او سره لمر کې تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.
د معلوماتو له مخې په دغه ولایت کې ۳۵۳ ښوونځي فعال دي او یوازې ۱۵۴ یې ودانۍ لري.
د خوست د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې دا مهال د ۶۵ ښوونځیو د رغونې چارې جریان لري چې ډېر ژر به بشپړې شي.
د دغه ریاست د مطبوعاتو د برخې مسوول سیف الرحمن سراج وایي: «د ۶۵ ښوونځیو د تعمیرونو چارې دا مهال د دغه ولایت په مختلفو برخو کې روانې دي چې ۶۳ یې د اقرا پروګرام په چوکاټ کې او دوه نور یې هم د پوهنې وزارت د پروژوي پروګرام له لوري جوړیږي.»
سراج زیاتوي چې په دغه ولایت کې ۴۵ ښوونځي په کرایه نیول شوي چې په کلني ډول تر ۵ میلیون افغانۍ زیاتې پیسې پرې راځي: «۴۵ ښوونځي په کرایه نیول شوي چې ۵.۴ میلیون افغانۍ په کلني ډول پرې راځي.»
په ورته وخت کې په دغه ولایت کې د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکی او د حکمینې ابتدائیه ښوونځی سر ښوونکی نورباقي جان وایي، د دوی شاګردان هم د تعمیر د نه شتون له کبله په ګرم لمر کې زده‌کړې کوي: «زموږ ښوونځی یوازې چهاردیوالي لري خو ژمنه را سره شوې ده چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې به د دغه ښوونځی لپاره ودانۍ جوړیږي.»
نوموړی له پوهنې وزارته غواړي څو د دغه ولایت د زده‌کوونکو لپاره د ښوونځیو ودانۍ جوړې کړي، څو په دې برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

کندهار
د کلید د موندنو له مخې په کندهار ولایت کې هم نږدې نیمایي ښوونځي ودانۍ نه لري. د دغه ولایت په مختلفو ولسوالیو کې لا هم ۹۸ ښوونځي د مختلفو ستونزو له کبله تړلي دي.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره، دوی په تېرو دوو کلونو کې ۶۵ تړلي ښوونځي د قومي مشرانو په همکارۍ پرانيستي دي.
د کندهار د پوهنې رییس عبدالقادر پیوستون وایي: «په روان او راتلونکي کال کې په دغه ولایت کې د ۱۰۷ ښوونځیو لپاره په دغه ولایت کې ودانۍ جوړېږي چې په دې سره به په کندهار کې د ۸۰ سلنه ودانیو د کمښت ستونزه حل شي.»
د نوموړي په خبره، دا مهال له یاد شمېر ښوونځيو د ۲۰ ښوونځيو د رغونې چارې پیل شوې دي.
د پیوستون په خبره، دوی د ودانیو د کمښت له کبله ۵۵ ودانۍ د ښوونځیو لپاره په کرایه نیولې دي چې په کلني ډول څه باندې ۸ مېلیونه افغانۍ مصرف پرې راځي: «متاسفانه موږ د فرش، بیا رغونې او نورې پیسې په کرایې ودانیو مصرفوو.»
د نوموړي په خبره، د ۶ زره جوړېدونکو ښوونځیو په چوکاټ کې د کندهار لپاره منل شوو ښوونځیو په جوړېدو سره به په دغه ولایت کې د ښوونځيو د ودانیو د کمښت ستونزه حل شي.
د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وایي، د جمهور رییس د حکم مطابق د ۶ زره ژمنه شوو ښوونځيو له ډلې د یو شمېر ښوونځیو د جوړولو کار روان دی: «په روان کال کې به ۲۷سوه ښوونځي ورغول شي.»

يوازې د ۲ سوو ښوونځيو د رغولو چارې روانې دي
که څه هم د ۱۳۹۷ لمریز کال په لومړیو کې جمهور رییس محمد اشرف غني په دوو کلونو کې د ۶ زره نویو ښوونځيو د رغولو خبره کړې وه، خو د کلید موندنې ښیي چې د یو کال په تېرېدو سره لا هم حکومت نه دی توانیدلی چې له یاد شمېر ښوونځیو د یوه ښوونځي چارې هم بشپړې کړي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي، له ژمنه شوو ۶ زره ښوونځیو یوازې د ۱۹۷ ښوونځیو د رغونې چارې د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې جریان لري.
د دې وزارت ویاند فریدون آژند د یاد شمېر ښوونځیو د رغونې په چارو کې د ځنډ سبب د نړیوال بانک له لوري دوی ته د بودجې په وخت نه رسېدل په ګوته کوي: «تقریبا درې میاشتې وړاندې موږ ته د دغه شمېر ښوونځیو بودجه راکړل شوې ده.»
د نوموړي په خبره، د نړیوال بانک له لوري مالیې وزارت او له هغه وزارته بیا د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ته د بودجې انتقال زیات وخت ته اړتیا لري: «موږ ۳۶ زره پراختیایي شوراګانې لرو که بودجه په وخت راته ورسېږي موږ به وکولای شو چې ټول ۶ زره ښوونځي په یوه کال کې بشپړ کړای شو.»
اژند وایي، د دغه ښوونځيو د رغونې لپاره کابو ۲۰۰ مېلیون ډالر بودجه منل شوې چې د یادې بودجې په ورکړې سره به په روان کال کې ۲۶۴۷ ښوونځي ورغوي: «موږ ته بودجه دوه یا درې میاشتې وړاندې رسېدلې ده. که دا په وخت رسېدلې وای اوس به چارې ډېرې مخته تللې وای.»
په ورته وخت کې د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ لمریز ښوونیز کال د پیل په مراسمو کې په تېر کال کې د ژمنه شوو ۶ زره ښوونځیو د جوړولو په اړه یادونه وکړه چې په یاد کال کې د یو شمېر ستونزو او نه همغږیو له کبله یاده پروسه له ځنډ سره مخ شوه خو ژمنه یې وکړه چې په روان کال کې به ۲۷۰۰ نوي ښوونځي ورغول شي.
نوموړي په ولایتونو کې د ښوونځیو لپاره د ځمکو د تعین مسوولیت هم د پوهنې له وزارت څخه د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت ته ورکړ: «له دې وروسته به د ښوونځیو لپاره ځمکه هم د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په غاړه وي.»
روان کال په داسې حال کې د ۲۷۰۰ ښوونځيو د جوړونې خبرې کېږي چې د ټول هېواد په کچه تر نیمایي زیات ښوونځي ودانۍ نه لري.
هيله څرګندېږي چې د ښوونځيو لپاره د ۲۷۰۰ ودانيو په جوړېدو سره به تر يوې کچې د ودانيو د نشت ستونزه حل شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA