ads

په جلال اباد ښارکې يو صراف ووژل شو

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د دوهمې ناحيې اړوند كونړي ماركېټ ته څېرمه نن سهار شاوخوا شپږ بجې او ۴۰ دقيقې يوه كس يو صراف په ډزو وژلى دى.

نویسنده: mayar
11 وری 1398
په جلال اباد ښارکې يو صراف ووژل شو

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د دوهمې ناحيې اړوند كونړي ماركېټ ته څېرمه نن سهار شاوخوا شپږ بجې او ۴۰ دقيقې يوه كس يو صراف په ډزو وژلى دى.
د دغه ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، وژل شوى صراف روح الله نومېده، چې له يو بل تن سره تر لفظي شخړې وروسته پرې ډزې شوې دي.
د نوموړي په خبره، وسله وال كس د ياد صراف تر وژلو وروسته له سيمې په تېښته بريالى شوى دى.
په دې وروستيو کې په جلال اباد ښار کې هدفي وژنو زور اخيستى، چې له كبله يې خلک اندېښمن دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA