ads

په اوکراين کې نن د جمهوري رياست ټاکنې کېږي

په اوکراين کې نن د جمهوري رياست ټاکنې روانې دي او خلک د خپلې خوښې کانديدانو ته رايې ورکوي.

نویسنده: mayar
11 وری 1398
په اوکراين کې نن د جمهوري رياست ټاکنې کېږي

په اوکراين کې نن د جمهوري رياست ټاکنې روانې دي او خلک د خپلې خوښې کانديدانو ته رايې ورکوي.
د راى وركولو مرکزونه په سيمه ييز وخت د سهار په اتو بجو پرانيستل شول او ټاکل شوې د شپې تر اتو بجو پورې پرانيستي وي.
د راپورونو له مخې، که هېڅ کانديد ونه شي کولای په لومړي پړاو کې ۵۰ جمع يو رايې ترلاسه کړي، دوهم پړاو ټاکنې به د راتلونكې اپرېل مياشتې په ۲۱مه نېټه ترسره شي.
په دې ټاکنو کې ۳۹ تنو جمهوري رياست ته ځانونه كانديد کړي، چې د اوكراين په تاريخ کې مخينه نه لري.
د کارپوهانو په باور، له دې ډلې اصلي سيالي يوازې د درېيو تنو ترمنځ ده، چې هغوی د اوکراين اوسنى جمهور رئيس پټرو پوروشينکو، د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ وزيره يوليا تيموشينکو او پېژندل شوى کومېډين ولاديمير زيلينسکي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA