د اروزګان په چنارتو ولسوالۍ كې تېره ورځ ناوخته د ملي اردو او ملي امنيت د سرتېرو ترمنځ په وسله واله نښته كې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د چنارتو ولسوال فيض محمد حنفي كليد ته وويل، د ملي اردو او ملي امنيت د سرتېرو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوه، كله چې د ملي اردو مرکز ترينکوټ ته د هليكوپټر په وسيله د ملي امنيت د کومکي سرتېرو له انتقالولو ډډه وکړه.
د نوموړي په خبره، په دې نښته كې يو د ملي اردو سرتېرى او يو پوليس وژل شوي، يو پوليس او دوه ملكي وګړي ټپيان دي.
حنفي زياته كړه، په ولسوالۍ كې دمګړۍ وضعيت عادي دى.
د چنارتو ولسوال د پېښې په اړه اندېښنه څرګندوي او په وينا يې، د امنيتي ارګانونو د نه همغږۍ له كبله رامنځته شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخكې هم د افغان ځواکونو ترمنځ خپلمنځي نښتې شوي او همدارنګه بهرنيو سرتېرو هم په بريدونو كې ورته مرګ ژوبله اړولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


