د دولتي املاكو رياست يو شمېر مسوولين وايي، له ماليې وزارت څخه د ښار جوړولو او ځمكو وزارت ته د دغه رياست لېږدول غيرقانوني دي.
د دغه رياست اجرائيه مدير احمدضيا صمدي كليد ته وويل، د ياد رياست د لېږد په اړه بايد د جمهوررئيس حكم اخيستل شوى واى چې اوس نه شته او په دې اړه د دواړو وزارتونو ترمنځ هوكړه ليك د قانون خلاف او د وزيرانو له واكه پورته دى.
په داسې حال كې چې د املاكو رياست له دې وړاندې د ماليې وزارت په چوكاټ كې فعاليت كاوه، د دولتي املاكو د رياست د انتقالي ملكيتونو مدير حكمت الله وايي، سره له دې چې د ماليې وزارت چارواكو دوى ته ويلي چې د املاكو رياست بايد د ښارجوړولو او ځمكو وزارت ته ولېږدول شي او په دې اړه هوكړه هم شوې، خو دوى بيا هم د جمهوررئيس په حكم ټينګار وكړ.
حكمت الله وايي، د ښار جوړولو وزارت د ملكيتونو رئيس په زور يو تن د املاكو رياست د نوي رئيس په توګه د ياد رئيس دفتر ته د ننه او د پخواني رئيس اسناد يې د باندې را وايستل.
خو د ښار جوړولو او ځمكو وزارت وايي، په دې اړه دوى د جمهوررئيس حكم لري او د ياد حكم پر بنسټ او د دواړو وزارتونو په خوښه د دولتي املاكو رياست له ماليې وزارت څخه د ښار جوړولو او ځمكو وزارت ته لېږدول شوى دى.
د ياد وزارت وياند حشمت الله ناصري كليد ته د اسنادو په سپارلو سره وويل، د ښارواليو د قانون د ۷۶ مې مادې پربنسټ د دولتي ځمكو او ملكيتونو مديريت، څارنه او له هغې څخه اغېزمنه ګټه اخيستنه د ښار جوړولو وزارت ته سپارل شوې ده چې د نوموړې مادې پربنسټ د ماليې او ښار جوړولو وزارتونو ترمنځ هوكړه ليك لاسليك شو.
د ښار جوړولو وزارت وياند په همدې حال كې وايي، د پنجشنبې په ورځ د ښار جوړولو وزير د سينماى پامير د څوارلس منزله ودانۍ د كتلو لپاره چې د ښار جوړولو وزارت ورته را وليږدوي هلته تللى و، چې د املاكو رياست د كاركوونكو له توند غبرګون سره مخ شو.
حشمت الله ناصري زياته كړه، دا موضوع به په جدي توګه څېړل كيږي او هرڅوك چې ګرم وپيژندل شي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د ښار جوړولو او ځمكو وزارت په همدې حال كې ټول هغه راپورونه هم رد كړل چې د ښار جوړولو وزير پكې د املاكو د رياست له كاركوونكو سره په زور زياتي تورن شوى و.
له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د ښارجوړولو وزير په زور د املاكو رياست كاركوونكي له خپلو دفترونو ايستلي وو او بيرته دفترونو ته د تګ اجازه يې نه وركوله خو د ښار جوړولو وزارت د دغه ټولو راپورونو په اړه د څېړنو خبر وركوي.


