ads

عبدالله د سولې د تيتو هڅو پر يووالي ټينګار وکړ

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د سولې د تيتو هڅو پر يووالي په ټينګار سره وايي، په دې اړه كار دوام لري.
ده نن د نري رنځ يا توبركلوز د نړيوالې ورځې په نمانځغونډه كې د سولې په تړاو د هرې هڅې د ملاتړ ترڅنګ وويل، كه دا هڅې متحدې او متمركزې شي، نو د خلكو د غږ غوره استازيتوب به وكړي.

نویسنده: mayar
11 وری 1398

د عبدالله په وينا، غوڅ اكثريت افغانان په هېواد كې د سولې ټينګېدو غوښتونكي دي او نه غواړي بېرته تېرو تيارو ورځو ته وګرځي.
دا په داسې حال كې ده، چې جمهور رئيس محمد اشرف غني د شنبې په ورځ له پخواني جمهور رئيس حامد كرزي، د هېواد له جهادي شخصيت عبدرب الرسول سياف، د جمهوري رياست له دوهم مرستيال سرور دانش، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د سولې عالي شورا له رئيس محمد كريم خليلي سره وليدل.
دا ليدنه د سولې په بهير كې د روانو تيتو هڅو د يو ځاى كولو په هدف ترسره شوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA