د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت يو استازی وايي، د هسپانيا په پايتخت مادريد کې د دغه هېواد پر سفارت بريد لويه ترهګريزه پېښه وه.
دا بريد د تېر لمريز کال د کب مياشتې په لومړيو کې وشو، نامعلوم کسان د شمالي کوريا سفارت ته ننوتل، د کارکوونکو لاسونه او خولې يې بندې کړې او ټول الکترونکي وسايل يې غلا کړل.
په پېښه کې د سفارت ځينې کارکوونکي سطحي ټپيان شوي وو.
ياد بريد د شمالي كوريا د مشر کيم جونګ اون او د امريكا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ تر دوهمې ليدنې يوازې پنځه ورځې وړاندې ترسره شو.
له پېښې څو ورځې وروسته هسپانيايي رسنيو د څېړنيزې ډلې د ځينو سرچينو له قوله په خپرو شوو راپورونو كې وويل، په بريد کې ښکېل کسان د امريکا له مركزي استخباراتي ادارې سي آی اې سره تړاو لري.
سي آی اې تر دا مهاله په دې تړاو له نظر وركولو ډډه کړې او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د پېښې په اړه پوښتنې هسپانيايي چارواکو ته راجع کړې دي.


