ads

حامد کرزي په غزني كې د يوه ښوونځي د زده كوونكو مرګ ژوبله وغندله

پخواني جمهور رئيس حامد كرزي د غزني په اندړو ولسوالۍ كې د يوه ښوونځي د زده كوونكو مرګ ژوبله غندلې او په دې اړه يې خپله اندېښنه څرګنده كړې ده.

نویسنده: mayar
11 وری 1398
حامد کرزي په غزني كې د يوه ښوونځي د زده كوونكو مرګ ژوبله وغندله

پخواني جمهور رئيس حامد كرزي د غزني په اندړو ولسوالۍ كې د يوه ښوونځي د زده كوونكو مرګ ژوبله غندلې او په دې اړه يې خپله اندېښنه څرګنده كړې ده.
د حامد كرزي له مطبوعاتي دفتره نن په خپره شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې پخواني جمهور رئيس په هېواد كې د جګړې او وينې تويېدنې پر بندېدو ټينګار كړى دى.
هغه د جګړې له ښكېلو لورو غوښتي، چې د سولې مذاكراتو په ملاتړ سره دا بهير، چې د هېواد او خلكو په خير دى، ګړندى كړي.
پرون سهار د غزني په اندړو ولسوالۍ كې د امنيتي ځواكونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ د جګړې په مهال د هاوان يوه مرمۍ د ملا نوح بابا پر ښوونځي ولګېده، چې له كبله يې څلور زده كوونكي ووژل شول ، ۱۵ زده كوونكي او دوه ښوونكي ټپيان شول.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA