ads

جنرال دوستم د طالبانو له کمين روغ ووت

د جمهور رئيس لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د وسله والو طالبانو له بريده روغ ووت.

نویسنده: mayar
11 وری 1398
جنرال دوستم د طالبانو له کمين روغ ووت

د جمهور رئيس لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د وسله والو طالبانو له بريده روغ ووت.
د افغانستان د ملي جنبش ګوند غړي عنايت الله بابر فرهمند پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، د دوستم د موټرونو كاروان د مزار شريف – شبرغان پر لويه لار د دښمن له كمين سره مخ شو، چې د معلوماتو له مخې، په نښته كې يو نظامي كس وژل شوى او دوه نور ژوبل دي.
دوستم جوزجان ته تر خپل سفر وړاندې تېر مازديګر د بلخ په مركز مزار شريف ښار كې خپلو پلويانو ته په وينا كې وويل، كه حكومت اجازه وركړي، په شپږو مياشتو كې به له بادغيسه تر بدخشانه طالب جنګيالي وځپي.
د ده په وينا، كه پر دې كار بريالى نه شو، نو افغانستان به پرېږدي.
وسله والو طالبانو د بلخ – جوزجان پر لويه لار د جمهور رئيس د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د موټرونو پر كاروان د بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ادعا كوي، چې د نوموړي څلور ساتونكي يې وژلي او شپږ نور يې ټپيان كړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA