ads

تېر كال په هېواد كې لسګونه زره کسان په نري رنځ اخته شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون وايي، كه د نري رنځ يا توبركلوز د درملنې برخې ته پاملرنه ونه شي، دا ناروغي به په هېواد كې د ترهګرۍ په پرتله د زياتو خلكو ژوند واخلي.

نویسنده: mayar
11 وری 1398
تېر كال په هېواد كې لسګونه زره کسان په نري رنځ اخته شوي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون وايي، كه د نري رنځ يا توبركلوز د درملنې برخې ته پاملرنه ونه شي، دا ناروغي به په هېواد كې د ترهګرۍ په پرتله د زياتو خلكو ژوند واخلي.
د دغه كمېسيون رئيسې سيما سمر نن د توبركلوز د نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته وويل، د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې تېر كال په هېواد كې په نري رنځ د اخته ۴۸ زرو كسانو نومونه ثبت شوي دي.
د هغې په خبره، باكيفيته روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لومړنى بشري حق دى او له انساني امنيت سره مرسته كوي.
سمر ټينګار وكړ، كه په هېواد كې روغتيايي خدمتونو ته د لاسرسي حق تقويه نه شي، نو دلته به سوله ټينګه نه شي.
د شمېرو پر بنسټ، په تېرو ۱۶ كلونو كې په هېواد كې له ۵۰۰ زرو زيات كسان په توبركلوز اخته او تداوي شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA