د فلسطين د عامې روغتيا وزارت وايي، د راګرځېدو حق لاريون د کليزې او د ځمکې په ورځ په غزه کې څلور فلسطينيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، محمد جهاد، ادهم نضال، تامر هاشم ابوالخير او محمود شعبان د اسراييلي سرتېرو په مخامخ ډزو ووژل شول او ۳۱۶ تنه نور ژوبل دي، چې د پنځو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دى.
سرچينې ويلي، اسراييلي پوځيانو د فلسطين د سره صليب پر اړوندو امبولانسونو هم بريد کړی، خو د ور اوښتي زيان په تړاو يې څه نه دي ويلي.
پرون زرګونو فلسطينيانو د راګرځېدو حق لاريون د لومړۍ کليزې او د ځمکې ورځې په مناسبت په غزه کې پراخ لاريون وکړ.


