ads

هندي هوايي شركتونو افغانستان ته خپلې الوتنې ودرولې

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولين وايي، هند ته د پاکستان له لارې د الوتنو اجازې نه موندلو له کبله ټولو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې درولې دي.

نویسنده: mayar
10 وری 1398
هندي هوايي شركتونو افغانستان ته خپلې الوتنې ودرولې

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې مسوولين وايي، هند ته د پاکستان له لارې د الوتنو اجازې نه موندلو له کبله ټولو هندي هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې درولې دي.
د دغې ادارې د مشر محمد قاسم وفايي زاده په وينا، دا چې لا هم د افغانستان او هند ترمنځ د هوايي تګ راتګ لپاره د پاکستان هوايي حريم تړل شوى، نو ټولو هندي هوايي شرکتونو د افغانستان لور ته الوتنې درولې دي.
د يادې ادارې د مسوولينو په خبره، د هند او افغانستان ترمنځ د هوايي تګ راتګ لپاره د پاکستان د هوايي حريم تړل کېدو افغانستان ته نېږدې اته ميليون ډالره زيان اړولى دى.
دوى زياتوي، د پاکستاني چارواکو د اعلان پر بنسټ به د افغانستان له لوري د هند خوا ته د ټرانزيټ هوايي لاره د راتلونكې اپرېل مياشتې تر لومړۍ نېټې تړلې وي.
دوى وايي، له يوې مياشتې راهيسې پاکستان هره اونۍ دغه بنديز تمديدوي.
پاکستان وروسته له هغې خپل هوايي حريم وتاړه، چې هندي چارواکو ادعا وکړه، په پاکستانۍ خاوره کې دننه يې د جيش محمد نومې وسله والې ډلې پر يوه مرکز بمباري کړې ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA