د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د ساحلي فوټبال د نړيوال سازمان د تازه درجه بندۍ له مخې ۱۰ مقامه مخكې تللې ده.
دې لوبډلې په تېره فبروري مياشت كې د دغه سازمان په درجه بندۍ كې ۶۳م ځاى درلود، خو اوس له ۱۰ مقامه مخكې تګ سره په نړۍ كې ۵۳م مقام لري.
د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې د اسيايي لوبډلو په منځ كې ۱۰م ځاى خپل كړى دى.
د دغې لوبډلې روزونكي ميثم اشتياني پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، افغان لوبډلې له هېڅ ډول امكاناتو پرته دا مقام ګټلى او په وينا يې، كه د پلانونو لپاره يې شرايط او امكانات برابر شي، ياده لوبډله به هغو هدفونو ته، چې ورته ټاكل شوي، ورسېږي.
دا په داسې حال كې ده، چې د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډلې څه موده وړاندې په تايلنډ كې د اسيا د اتلولۍ او نړيوال جام ته د لارموندنې په سياليو كې يوه لوبه وګټله او دوه يې وبايللې او د نړيوال جام لوبو ته له تګه پاتې شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ