ads

امنيتي ځواكونو د بدخشان د ارغنجخواه ولسوالۍ له ودانۍ شاتګ كړى

د بدخشان ولايتي چارواكي وايي، د دې ولايت پر ارغنجواه ولسوالۍ له تېرو دوه شپو راهيسې د وسله والو طالبانو د روان بريد له كبله امنيتي ځواكونو د ولسوالۍ ودانۍ پرېښې او شاته يې ځاى پر ځاى شوي دي.

نویسنده: mayar
10 وری 1398

د بدخشان د والي وياند نېك محمد نظري كليد ته وويل، افغان ځواكونه تېره شپه د ملكي تلفاتو د مخنيوي په هدف د ارغنجخواه ولسوالۍ له ودانۍ په شا شول.
د ده په وينا، هلته د جګړې له كبله څلور امنيتي سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
نظري وايي، د نښتې په مهال طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو دا چې په سيمه كې جګړه روانه ده، په اړه يې كره معلومات نه دي ترلاسه شوي.
بل پلو د بدخشان ولايتي شورا خبردارى وركوي، چې د يادې ولسوالۍ په سقوط سره به د ولايت د مركز امنيت خراب شي.
د بدخشان د ولايتي شورا رئيس بشير صميم نن په يوه خبري غونډه كې د ملي يووالي حكومت له رهبرۍ او امنيتي ارګانونو وغوښتل، ترڅو ارغنجخواه ولسوالۍ ته نور امكانات او سرتېري ولېږي.
نوموړي د دغه ولايت د ملكي او نظامي برخو د رهبرۍ پر بدلون په ټينګار سره وويل، دا كسان د بدخشان د امنيت د ټينګښت لپاره لازمه توانايي نه لري.
وسله والو طالبانو بيا د يادې ولسوالۍ د نيولو، د دوو قوماندانانو په ګډون د ۱۳ امنيتي سرتېرو د وژلو او څو تنو نورو د ټپي كولو ادعا كړې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA