د غزني د اندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا پر ښوونځي د هاوان مرمۍ د لګېدو له كبله ۲۱ زده كوونكو او ښوونكو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، د هاوان دا مرمۍ نن سهار د امنيتي ځواكونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ د جګړې په مهال پر ياد ښوونځي لګېدلې، چې له كبله يې څلور زده كوونكي وژل شوي، ۱۵ زده كوونكي او دوه ښوونكي ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، يوه پلاوي ته دنده سپارل شوې، ترڅو دا معلومه كړي، چې د هاوان دغه مرمۍ د جګړې كوم لوري توغولې ده.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه د يادې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.


