جمهور رئيس محمد اشرف غني په ارګ كې له يو شمېر سياسي، حكومتي او جهادي شخصيتونو سره وكتل او د سولې پر بهير ورسره وغږېد.
د جمهوري رياست وياند هارون چخانسوري وايي، جمهور رئيس غني نن له غرمې مخكې له پخواني جمهور رئيس حامد كرزي، د هېواد جهادي شخصيت عبدرب الرسول سياف، د جمهوري رياست له دوهم مرستيال سرور دانش، اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د سولې عالي شورا له رئيس محمد كريم خليلي سره وليدل.
د نوموړي په خبره، دا ليدنه د سولې په بهير كې د روانو تيتو هڅو د يو ځاى كولو په هدف ترسره شوه.
د يادولو ده، چې د ملي يووالي حكومت مشرانو تل د هېواد له سياسي څېرو او ګوندونو غوښتي، چې د سولې لپاره سره يو شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


