سېلابونو په څلورو ولايتونو كې ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې
په هرات، فارياب، بادغيس او بلخ ولايتونو كې د تېرو دوو ورځو سېلابونو ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو كې د دولت د وزارت مرستيال وياند حشمت خان بهادري نن كليد ته وويل، د وروستيو سېلابونو له كبله په دغو ولايتونو كې ۱۶ تنه وژل شوي، نهه تنه ټپيان شوي او دوه نور ورك دي.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed