په هرات، فارياب، بادغيس او بلخ ولايتونو كې د تېرو دوو ورځو سېلابونو ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
پېښو ته د رسېدو په چارو كې د دولت د وزارت مرستيال وياند حشمت خان بهادري نن كليد ته وويل، د وروستيو سېلابونو له كبله په دغو ولايتونو كې ۱۶ تنه وژل شوي، نهه تنه ټپيان شوي او دوه نور ورك دي.
هغه زياته كړه، سېلابونو تر ټولو زياته مرګ ژوبله د فارياب په خواجه سبزپوش ولسوالۍ كې خلكو ته اړولې، چې له كبله يې ۱۲ تنه وژل شوي او اته نور ژوبل دي.
د بهادري په خبره، سېلابونو په يادو ولايتونو كې پر ځاني زيانونو سربېره خلكو ته درانه مالي زيانونه هم اړولي دي.
دى وايي، د سروې ټيمونه په زيانمنو شوو سيمو كې د كره معلوماتو پر را ټولولو بوخت دي.
د بهادري په وينا، له ځينو زيانمنو شوو كورنيو سره مرسته شوې او له پاتې نورو سره به له سروې وروسته ترسره شي.
نوموړى زياتوي، ښايي د سروې په پاى كې د مرګ ژوبلې شمېرې بدلون وكړي.
بايد وويل شي، چې پر جګړې او بريدونو سربېره هر كال طبيعي پېښې هم لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.


