ads

اترا: د مخابراتي خدمتونو د پېرودونكو ستونزې ناديده نه نيول كېږي

د مخابراتي خدمتونو د تنظيم اداره يا اترا په ټولنيزه شبكه فېسبوك كې د خلكو د (اترا چېرته ده؟) كمپاين په غبرګون كې وايي، اترا شته او ځواب ويونكې ده.
د دې ادارې رئيس محمد نجيب عزيزي نن يوې خبري غونډې ته وويل، د مخابراتي خدمتونو پېرودونكي په هېواد كې د مخابراتي سكټور لپاره د عايد سرچينه ده او د هغوى ستونزې ناديده نه نيول كېږي.

نویسنده: mayar
10 وری 1398

هغه د مخابراتو په برخه كې له ستونزو لرونكو خلكو وغوښتل، چې د راتلونكې دوشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټكنالوژۍ وزارت ته مراجعه وكړي او خپلې ستونزې له اسنادو سره يو ځاى د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې ته وړاندې كړي، ترڅو د حل لپاره يې اقدام وشي.
د عزيزي په وينا، ټاكل شوې له انټرنېټي كڅوړو بهر د يو MB انټرنېټ بيه له ۱۰ افغانيو يوې افغانۍ ته را ټيټه شي.
د اترا رئيس زياته كړه، ځينو مخابراتي شركتونو دا بيه را ټيټه كړې او نور به يې هم دغه كار ترسره كړي. د نوموړي په خبره، له دې وروسته هر كس كولاى شي د اترا د شكايتونو د ثبت له شمېرو سره ۲۰ وړيا اړيكې ټينګې كړي او له هغو وروسته به هره اړيكه يوه افغانۍ لګښت ولري.
دا په داسې حال كې ده، چې په دې وروستيو كې د ټولنيزې شبكې فېسبوك افغان كاروونكو د هغه څه په تړاو، چې دوى يې له خپلو پېرودونكو د مخابراتي شبكو غلا بولي، د (اترا چېرته ده؟) تر سرليك لاندې كمپاين پيل كړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA