په هرات كې سېلابونو څلور تنه ووژل

د هرات په مركز او ولسواليو كې سېلابونو څلور تنه وژلي دي.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، دا سېلابونه د هرات په مركز او ولسواليو كې د بارانونو له كبله راوتلي، چې په ترڅ كې يې څلور تنه وژل شوي او د استوګنې سلګونه كورونه او زرګونه جريبه كرنيزه ځمكه زيانمنه شوې ده.