د هرات په مركز او ولسواليو كې سېلابونو څلور تنه وژلي دي.
د دغه ولايت د والي وياند جيلاني فرهاد كليد ته وويل، دا سېلابونه د هرات په مركز او ولسواليو كې د بارانونو له كبله راوتلي، چې په ترڅ كې يې څلور تنه وژل شوي او د استوګنې سلګونه كورونه او زرګونه جريبه كرنيزه ځمكه زيانمنه شوې ده.
د نوموړي په خبره، دا لومړنۍ شمېره ده او ښايي تلفات تر دې لوړ وي.
بل پلو د هېواد د لوېديځې حوزې له طبيعي پېښو سره د مبارزې رئيس عبدالحميد مبارز حميدي وايي، په هرات كې د تازه سېلابونو له كبله له زيانمنو شوو كورنيو سره د مرستې لپاره هڅې روانې دي.
د ده په وينا، زيانمنو شوو سيمو ته د سروې له ۱۰ زيات ټيمونه لېږل شوي دي.
طبيعي پېښو ته د رسېدنې په چارو كې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، د ورښت د موسم له پيله تراوسه د هېواد په بېلابېلو سيمو كې سېلابونو او د هغو په ترڅ كې رامنځته شوو پېښو ۱۰۸ تنه وژلي او ۲۲۱ نور يې ژوبل كړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


